بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د بشري حقونود سرغړونو اود طالبانو د ځپوونکو اقداماتود مخنیوي لپاره د قوي کلیماتو د کارولو پرځای د قوي اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي دي چې یوازې د قوي اقداماتو له لارې په دغه هیواد کې بشري وضعیت ښه کیدلی شي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ناوخته اکتوبر ۱۸( تلې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغانستان کې د روانو بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د نړۍ د چوپتیا د ختمولوڅخه د ملاتړ لپاره له خلکو څخه په انلاین بڼه د یوغوښتنلیک د لاسلیک کولو غوښتنه کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان په دغه غوښتنلیک کې د نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې دې خپله چوپتیا پای ته ورسوی.
دغه سازمان ویلي: ” د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې دا هیواد[افغانستان] د بشري حقونود سرغړونو- جنسیت پر بنسټ ځپلو، شکنجې، خپلسر نیولو او سانسورپه اړه د حساب ورکولو په برخو کې د صفر پرکچه بې حسابه او پرته د وقفې د یو ګرم بستر په توګه همداسې پاتې دی”.
د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون تر پوښتنې راوستی او ویلي دي چې د نړیوالې ټولنې غبرګون په یو ډیر ښه حالت کې اوهڅوونکی وو.