د طالبانو حکومت د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی جاوید مومند د خپل کور له مخې نیولی او نامالوم لوري ته یې وړی دی.
د جاوید مومند کورنۍ یو شمیر ژورنالیستانو ته تاید کړې چې نوموړی د طالب استخباراتو نیولی او له ځان سره وړی دی.
ښاغلي مومند څو ورځې وړاندې په خپله فیسبوک پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي و، چې د طالبانو له لوري پر ټلویزیون له سیاسي بحثونو څخه منعه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسي پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو فعالو او مشهورو کسانو د جاوید مومند د نیولو کمپاین پیل کړی.
طالبانو تر اوسه د جاوید مومند د نیولو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.