د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، حامد کرزي درې لسیزې وړاندې د طالبانو د لومړي ځل منځته راتګ کې ځانګړی رول درلود، ځان يې په دغه پروسه کې شریک ګڼلو او دغه راز يې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازيتوب غوښتنه هم کړې ده.
زلمي خلیلزاد دا څرګندونې له بهر څخه د افغانانو لپاره د خپرېدونکي (آمو ټلويزيون) سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي.
نوموړي د خبريال د يوې پوښتنه په ځواب کې ويل چې له طالبانو سره يې د دغې ډلې د لومړۍ واکمنۍ پرمهال هېڅ اړيکې او مخامخ لیدنې نه درلودې خو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وساطت يې ورسره اړیکې درلودلې دي.
خليلزاد دا هم ویلي، حامد کرزي سره يې په واشنګټن کې هغه مهال چې طالبان په لومړي ځل افغانستان کې واک ته ورسېدل ليدلي او هغه ورسره د ځينو موضوعاتو په تړاو خبرې کړي دي.
د خلیلزاد په وينا، حامد کرزي ورسره په لیدنه کې ويلي وو چې د طالبانو په منځته راتګ کې يې مهم رول درلود او ځان يې د دغې پروسې يو مهم شریک ګڼلو او دغه راز يې دا هم ويل چې طالبانو ترې غوښتي چې ملګرو ملتونو کې د دوی استازی شي خو نه پوهېده چې ملګري ملتونه او نور هېوادونه به يې ورسره ومني او کنه.
په دغه مرکه کې په ځينو نورو مسايلو هم بحث شوی خو د مرکې وروستۍ برخه ډېره جالبه ده چې زلمی خلیلزاد د خپرونې چلوونکي سمیع مهدي ته وايي چې تاسو په دغه يو ساعت کې هېڅ مهمه پوښتنه او لويه مسایله مطرح نکړه او هغه يې مخاطب کړی چې ګواکې د خلیلزاد وخت يې ور ضایع کړی دی.