د امریکا په واشګټن ایالت کې يو ۱۵کلن ځوان د ډزو له امله ۵ کسان وژلي دي.
پوليس وايي، دوی له پېښې هغه مهال خبر شول چې فال سټي (فال ښار) سيمه کې په يو کور کې د ډزو په اړه ورته اطلاعات ورکړل شول.
پوليسو ويلي، کله چې مرستندویه ډلې او پوليس سیمې ته ورسېدل ورته جوته شوه چې يو ۱۵ کلن ځوان په کور کې ډزې کړي او د درېیو ماشومانو په ګډون يې ۵ کسان وژلي دي.
پوليسو ياد ماشوم نيولی خو تر اوسه يې د هویت په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي خو له نيول شوي شخص څخه پلټنې روانې دي.