افغانستانخبرونه

د ازبکستان هېواد د عالمانو یو پلاوی کابل ته راغی

د طالبانو په حکومت کې د حج او اوقافو وزارت وایي چې د دوی په بلنه د ازبکستاني عالمانو یو پلاوی کابل ته راغی.

د دغه وزارت پر اېکس پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد هېواد لوړ رتبه د جېدو علماوو پلاوی به د طالبانو د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره په جلا جلا کتنو کې د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا خبرې وکړ.

دغه يلاوی به دغه راز په دیني او ښوونیزو موضوعاتو به د دواړو هېوادونو علماوو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ، د جوماتونو او مدرسو په چارو کې به یو له بل سره همکاري او تجربې شریکې کړي او همدا راز به د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه لیدنه تر سره کړي.