افغانستانخبرونه

په کاناډا کې افغان خبریالانو د ریچارډ بېنېټ سره په لیدنه کې د رسنیو حالت د اندېښنې وړ بللی

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بېنېټ په کاناډا کې د افغان جلا وطنو خبریالانو سره لیدنه کړې او په افغانستان کې یې د رسنیو وضعیت او بیان ازادۍ په اړه خبرې کړي.

د افغانستان د بیان ازادۍ کور په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغه ناسته کې د کاناډا ځانګړي استازي ترڅنګ څلوېښت جلاوطنه افغان خبریالانو ګډون کړی وو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې یې د رسنیو حالت اندېښمنوونکی وه باله.

د ‫افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په دغې ناسته کې پر هغو اقداماتو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لامل ګرځي.

ریچارډ بېنېټ د افغانستان د روان حالت له پاره د کاناډا هیواد د مرستې راجلب کولو په موخه د کاناډا په سفر دی، نوموړی به په دغه هیواد کې د افغانانو بېلا بېلو ټولونو سره د له کتونو ورسته د کاناډا له چارواکو سره وګورې او د افغانستان له به یې مرستې راجلب کړي.