افغانستانخبرونه

زرداد فریادي: درې کاله کېږي، د طالبانو مشرانو سره د ناستې غوښتنه کوم څوک راسره نه ګوري

په افغانستان کې د مجاهدينو د پخواني حکومت يو چارواکی زرداد فریادي وايي، درې کاله کېږي چې د طالبانو د کورنيو چارو د وزیر په ګډون ډېرو مشرانو سره یې د ناستو هڅه کړې؛ خو تر اوسه ورسره هېچا د ده د ستونزو د حل لپاره نه دي کتلي.

د حزب اسلامي دغه غړی چې د مجاهدینو په حکومت کې يې د کابل – جلال اباد پر لاره ځانګړی پاټک درلود او خلک يې ډېر زورولي وو، د تېر نظام پرمهال هېواد ته له اوږدې جلا وطنۍ وروسته راستون شوی او تر اوسه په هېواد کې دی.

زرداد فريادي په يو ويډيو پیغام کې چې د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې یې خپره کړې وايي، حکومت باید ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي او د خلکو ستونزې حل کړي.

هغه وايي: «دا چې ما ټوله دنیا پېژني او زه دومره ستونزې لرم نو د نورو افغانانو او ځوانانو به څه حال وي، ستاسو په حکومت باندې نیوکې نه کوم، خو دا تعلیم موږ دې لپاره کړی چې موږ د خپل ولس خدمت وکړو.»

هغه په دغه ويډيو پيغام کې د خپلو زده کړو سندونه هم ښکاره کوي او وايي، د دومره اسنادو په درلودو هم ورته کار نه پيدا کېږي.