د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د روسیې لخوا د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتیرو ښکېلتیا په اړه خبرداری ورکړی او د نړۍ له مشرانو یې غوښتي چې په اړه غوڅ غبرګون ښکاره کړي.
ولودیمیر زیلینسکي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، د استخباراتي سرچینو په حواله تمه ده د شمالي کوریا د ځواکونو لومړۍ ډلګۍ د اکتوبر د ۲۷ او ۲۸ ترمنځ د جګړې سیمې ته واستول شي.
د نوموړي په وینا، د روسیې دا هڅه په اوکراین کې د جګړې پراخوالي ته دوام ورکول دي.
د اوکراین پوځي استخباراتو تیره ورځ اعلان وکړ چې، د روسیې په کورسک سیمه کې یې د شمالي کوریا د پوځي ځواکونو حضور لیدلی دی.