د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي چې پرون ماښام د ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب په ۶ مه یې دکندوز ولایت په چوک خان اباد کې طالبان په نښه کړي دي.
د دغې جبهې په اعلامیه کې راغلي:
د دغه اوپراتیفي عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو ۲ ملېشې غړي ووژل شول او ۳ نور یې ټپيان شوي دي.
طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي، خو په وروستیو دوو اوونیو کې د کابل په شمول د هېواد په نورو سیمو کې هم پر طالبانو بریدونه زیات شوي دي چې ډیری یې د ښکته کچې عام طالبان په نښه کېږي.