خبرونهنړۍ

هند کې د مذهبي مراسیمو په ترڅ کې ۴۷ کسان مړه شوي

د هندوستان په بیهار ولایت کې د مذهبي مراسیمو پر مهال د ۳۷ ماشومانو په ګډون نږدې ۴۶ انسانان اوبو کې ډوب شوي.

د رسنیو د راپورنو له مخې یاد تلفات د بیهار ولایت په مختلفو سیمو کې رامنځته شوي.

دغلته د هندو مذهب پیراون د «جیویت پوتریکا»  په نامه مذهبي مراسیم ترسره کول چې په تر څنګ یې خلکو د ګوناهونو د مینځې په موخه په سیندونو د لمبا کوي.

د معلوماتو له مخې د یادو مراسمو پر وخت د سېلابونو له امله ناڅاپه رودونو او سیندونو کې اوبه ډېرې شوي او خلک یې وړي دي.

د هندو مذهب دغه مراسیم هر کال د میندو له لورې د خپلو اولادونو د روغتیا په موخه ترسره کیږي.