په اسلاماباد کې د طالبانو سفیر ویلي، د پاکستان له لروې د دروازو وخت ناوخته بندېدل، تعرفو کې ناڅاپي لوړوالی، د باروړونکو موټرو غیرضروري ارزونې د دواړو هېوادونو پر اړېکو منفي اغیزې کوي.
په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه هېواد کې افغان سفیر سردار احمد شکیب د سیمهایزو مطالعاتو انسټیټوټ کې د افغانستان – پاکستان او منځني آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو، فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.
ده ویلي، د پاکستان له لروې، د دروازو وخت ناوخته بندېدل، تعرفو کې ناڅاپي لوړوالی، د باروړونکو موټرو غیرضروري ارزونې، د پاکستان د ویزو په برخه کې شته ستونزې او د پاکستاني لوري اړوند اقدامات پر دغو اړیکو منفي اغیزې کوي چې زیان یې نه یوازې دواړو حکومتونو بلکه د کرښې دواړو غاړو کې میشتو خلکو ته رسیږي.