د ایران سره په ګډه پوله د بلوچستان سره په صفري نقطه کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د حال وش په نامه د بشر حقونو یو سازمان د راپور له مخې، تیره شپه د افغانستان او ایران پر ګډه پوله د بلوچستان د هیرمند مرکز اړوند د ساسولي په کلي کې د ایران پوله ساتو ځواکونو پر بلوڅ قاچاق وړونکو ډزې کړي او بیا د ایراني عسکرو او طالبانو تر منځ نښته پیل شوې چې څو ساعته یې دوام کړی.
په دغه نښته د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د مرګ ژوبلې مالومات نه دي خپاره شوي خو ویل حال د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو لخوا د سون توکو یو بلوچ قاچاق وړونکی وژل شوی.
ددغه نښتې په اړه طالبانو او ایراني ځواکونو تر اوسه رسنیو ته څه ندي ویلي.