علي خامنه اي د ایران ملي امنیت عالي شورا ته امر کړی، چې پر اسراییلو د برید لپاره چمتووالی ونیسي.
نیویاک ټایمز د ایران د درې لوړ پوړو چارواکو په حواله راپور خپور کړی چې، خامنه اي دا پریکړه د ایران د توغندیو د تولید ظرفیت، د تهران شاوخوا د هوايي دفاعي سیسټمونو، د انرژۍ مهمو زیربناوو او په سویل کې د یو لوی بندر په اړه د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو د مفصل راپور له کتنې وروسته کړې ده.
په راپور کې راغلي چې علي خامنه اي ويلي دي، چې د اسرایيلو د بريدونو په وړاندې د غبرګون نه ښودل به د ماتې د منلو په مانا وي.