افغانستانخبرونه

رېچارډ بېنېټ: د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو دومره ناوړه چلند د نړۍ په هیڅ هیواد کې ندی ترسره شوی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ ویلي، د نړۍ په هیڅ هیواد کې د نجونو او ښځو پر وړاندې دومره ناوړه چلند ندی ترسره شوی څومره چې طالبان په افغانستان د ښځو سره کړی.

ریچارډ بېنېټ دغه څرګندونې له رسنیو سره په خبرو کې کړي او د نړۍ په هیوادونو یې غږ کړی چې افغانستان هیر نکړي او ورسره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

هغه ویلي، د نړیوال ناورین پرمهال دا اړینه ده چې په افغانستان کې د حقونو دوامداره تخریب هېر نه شي.

د بېنېټ په وینا، د طالبانو واک ته رسیدو سره، په افغانستان کې د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږګیو، رسنیو او مدني ټولنو لپاره وضعیت خورا بد شوی دی.

هغه وړاندې ویلي، افغانان د امنیتي ګواښونو، وزګارتیا او د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو له امله اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي.

هیره دې نه وي چې د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره په افغانستان کې بې روزګاري او فقر اوج ته ورسیدل، دغې حالت له افغانستانه د مهاجرت لړۍ چټکه کړه، تر څنګ یې د ښځو پر وړاندې سخت قوانین وضعه شول او له مخې یې نجونې او ښځې له زده کړو، کار او تفریحي ځایونو ته له تګ منعه اعلان شوې.