کابل ټيليګراف ته رارسېدلي اطلاعات وايي چې توريالی همت نږدې يوه اوونۍ وړاندې په کابل کې نيول شوی او په کوم نامعلوم زندان کې ساتل کېږي.
توريالی همت چې د طالبانو د حاکميت پلوی او د دوی له خوا په ټلويزيوني سياسي بحثونو کې شنونکی معرفي شوی و، چې د طالبانو د امارت په ملاتړ پر خپلو مخالفينو په ملنډو وهلو او توهين کولو مشهور و. نوموړي به کله کله د طالبانو پر کارونو هم نقد کاوه.
د اطلاعاتو له مخې توريالی همت له هغې وينا وروسته تر څار لاندې و، چې په يوه خپرونه کې له جذباتي کېدو سره يې د طالبانو مشر ملاهبة الله يو ظالم او فرعوني حاکم ياد کړ او ويلي يې وو چې له خدایه دې وډار شي، کنه نو د ملامنصور او ملاعمر په څېر به دی هم يوه ورځ په خپله مخه لاړ شي.
طالبانو تر اوسه لسګونه هغه کسان نيولي چې په ټلويزيونونو او ټولنيزو رسنيو کې پر دوی نيوکه کوي او د دوی کارونه ننګوي، چې په دې کې حتا خپل لابيګران هم کله کله نيسي او خوشې کوي.
تر توريالي همت پخوا هم طالبانو د دوی يو بل مبلغ چې په جنرال مبین مشهور دی، څو څو ځله نيولی او خوشې کړی، چې دا مهال هغه له رسنيو سره له خبرو کولو منع شوی دی.