په هسپانیه کې د ورستیو سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۰۵ ته ورسید خو لا هم زیات شمېر خلک نادرکه دي.
د د هسپاینه والنسیا په سیمه کې د سیلابونو له امله تر اوسه له ۳۶۰ زرو څخه زیات خلک بې کوره شوي، ۳۰۰ زره کسان د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او د ۷۵ زره کورونو برېښنا پرې شوې ده.
تر اوسه مرستندویه ادارې لګیا دي چې په لرې پرتو سیمو کې بند پاتې خلک خوندي وژغوري.
بل پلو د هسپاینا د هوا پیژندنې ادارې د دې هېواد په سویل لویډیځ کې د نورو سختو بارانونو د وریدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.