د طالبانو کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني ویلي چې نړۍ د بې وزلۍ د ختمولو پروګرام له افغانستان پيل کړي.
نوموړي دا څرګندونې په چین هیواد کې د بې وزلۍ د کمولو او د کرنې د ودې په نړیوال کنفرانس کې د خبرو پر مهال کړي.
عثماني ویلي چې که نړیوال بې وزلي ختمول غواړي نو پکار ده چې له افغانستان یې شروع کړي.
ښاغلي عثماني په دغه کنفرانس کې همدارنګه ټينګار کړی چې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی.
د طالبانو بیا وکمنیدو سره په افغانستان کې بې وزلي اوج ته رسیدلې ده، هره ورځ زرګونه افغانان د بې کارۍ له امله له هیواد په غیرې قانوني توګه مهاجرت کوي او د نقې له پاره مرګونو لارو ته غاړه ږدي.