افغانستانخبرونه

دوه افغان قاریان په ترکیه کې د حسن قرائت سیالیو د درېیم او څلورم مقام ګټونکي شول

دوو افغان قاریانو چې د ترکیې هېواد په کوربتوب د دېرشو هېوادونو ترمنځ د قرانکریم د حسن قرائت سیالیو کې برخه اخېستې وه، درېیم او څلورم مقام ګټلی دی.

یادو کسانو ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په لاس ستاینلیکونه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو په حکومت کې د حج او اوقانو وزارت وايي، د دغه وزارت له لوري د قرانکریم د حسن قرائت دغو سیالیو ته دوه افغان قاریان استول شوي وو چې دواړو يې ښه مقامونه ګټلي دي.

دغه سیالۍ د اکټوبر په ۳۰مه د ترکیې په انقره ښارکې د ۳۰ اسلامي هېوادونو د قاریانو او حافظانو ترمنځ ترسره شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ په دغو سياليو کې افغان ګډونوال قاري عبدالرب ایوبي درېیم مقام او قاري شفیق الله امیني څلورم مقام خپل کړی دی.