سينما

د ملایکه اروړا انسټاګرام سټوري د خبرونو په سرټکي بدله شوې

د هندي سینما بالیووډ  فلمي لوبغاړو ارجن کپور او د ملایکه اروړا د شریکې اړیکې جلا والي خبرونو یو ځل بیا هندۍ رسنۍ بوختې کړي دي.

د این ډي ټي وي  د راپور له مخې، د هندوانو د دیوالي له جشن څخه یوازې څو ورځې مخکې، اداکار ارجن کپور د خپلې ملګرې ملایکا اروړا سره د اړیکو په اړه خپله چوپتیا ماته کړه او ځان یې مجرد اعلان کړ.

اوس ملایکا اروړا د انسټاګرام سټوري شریکه کړې چې مینه وال یې یو ځل بیا په اندېښنه کړې اچولي دي.

ملایکا اروړا د عکسونو او ویډیو شریکولو پلیټ فارم انسټاګرام کې یوه سټوري شریکه کړې چې معنی لرونکي پیغام یې د ټولو پام ځانته را اړولی دی.

د د هندي سینما دبنګ ستوري سلمان خان ورور ارباز خان پخوانۍ مېرمنې په خپل انسټاګرام سټوري کې په شریک شوي متن کې لیکلي چې “د یوې شیبې لپاره زړه ته لاس ورکول د ټول عمر لپاره د روح لمس کولو په څیر دی.”

د دې سټوري سره، ملایکه خپلو مینه والو ته د ښه سهار هیله کړې.

د یادونې وړ ده چې ملایکا اروڑا په ۲۰۱۷ کال کې له ارباز خان سره تر طلاق وروسته په ۲۰۱۸ کال کې له ارجن کپور سره ملګرتیا پیل کړه.

دواړو په ۲۰۱۹ کال کې هم د انسټاګرام له لارې خپلو مینه والو ته د خپلې اړیکې په اړه خبر ورکړی و، چې له هغې وروسته دغه جوړه په ډېرو محفلونو او ډوډۍ خوړلو کې سره لیدل شوې وه.