د طالبانو په حکومت کې د امربالمعروف وزارت وايي، کابل کې یې محتسبینو د نامشروع اړیکو په تور څلور کسان نیولي دي.
دغه وزارت وايي، یاد کسان د کابل ولایت د امر بالمعروف ښاري ریاست محتسبینو تېره ورځ د لومړۍ او (۱۳) مې حوزې څخه د اخلاقي فساد په تور نېولي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخز دغه کسان د ځایي مسؤولینو او اوسېدونکو په همغږۍ د نامشروع اړیکو په لرلو او اخلاقي فساد خپراوي په تور ونیول شول.