خبرونهنړۍ

اسرایلي پوځ ویلي چې په سوریه کې یې د لومړي ځل لپاره ځمکني عملیات ترسره کړي دي

د اسرایلو وسله والو ځواکونو اومنله چې په سوریه کې یې د لومړي ځل پاره ځمکني عملیات تر سره کړي چې یو سوریایي وګړی یې نیولی او له ځان سره وړی دی.

اسرایلي پوځ د دغو عملیاتو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو ویلي یې دي چې دغو عملیاتو کې یې یو سوریایی وګړی چې له ایران پلوه شبکو سره یې کار کاوه، نیولی دی.

د اسراییل پوځ د دغه وګړي نیول کېدل “د ځانګړو عملیاتو” یوه برخه بللې، خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د تازه شخړو له پيله دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد سرتېري د سوریې خاورې ته د ننوتلو پخلی کوي.

د شام په نوم حکومت پلوه راډیو ویلي، د اسراییلو پوځ د اوړي پر مهال د سوریې په جنوب کې “د انسان تښتونې عملیات” ترسره کړي دي.