لوبې

کرکټ بورډ د روزونکو له پاره دویمه درجه روزنیز کورس پیل کړی

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې د کرکټ روزونکو ته پرون د دویمې درجې روزنیز کورس پیل کړ.

دغه شپږ ورځينې روزنیز ورکشاپ به د روانې نومبر میاشتې تر ۷مې نېټې دوام وکړي.

کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: په دې روزنیز کورس کې ۳۰ د لومړۍ درجې روزونکي ګډون لري، چې د افغانستان کرکټ بورډ لومړۍ درجه قراردادي روزونکي او نور هغه روزونکي پکې شامل دي چې په ټولو اعلان شویو معیارونو برابر و او په ازموینه کې یې له نورو ډېرې نمرې اخیستې وې.

د دغه کورس د ښوونکي په توګه، د کرکټ نړیوالې شورا څلورمې درجې روزونکی او د دویمې درجې روزنیزو کورسونو ښوونکی، تیمور اعظم ټاکل شوی دی.

نوموړي د کرکټ نړیوالې او اسیایي شورا په ګڼ شمېر روزنیزو ورکشاپونو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې او په دې برخه کې پراخه تجربه لري.

دا روزنیز ورکشاپ په هېواد کې د لومړۍ درجې روزونکو د علمي ودې او تخنیکي ظرفیت لوړونې او په هېواد کې د کرکټ لوبې د لا زیات پرمختګ په موخه ترسره کېږي.