د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنې چې پرون د سه شنبه په ورځ پيل شوي، تر اوسه پورې د جمهوریت غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ مخکښ دی.
دغه ټاکنې چې ځينو ایالتونو کې بشپړې شوي او پايلې يې اعلان شوي او ځينو کې لا هم روانې دي، تر اوسه پورې ټرمپ ۲۳۰ رايې او سيالې يې د ډيموکراټ ګوند کاندیدې کامېلا حېرث ۲۱۰ رایې تر لاسه کړې دي.
د رپوټونو له مخې تر اوسه د راغلیو نتیجو له مخې ریپبلکن نوماند ډانلډ ټرمپ په ۲۴ایالتونو کې بریالی شوی او ۲۳۰ووټونه یې ګټلي دي او ډیموکرېټ نومانده کامله هېریس په ۱۷ایالتونو او پایتخت واشنګټن ډي سي کې کامیابه شوې ده او ۲۱۰ رایې یې ګټلې دي.