قطر د متحده ایالاتو په غوښتنه د حماس جګپوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د دوی له خاورې ووځي.
رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې په قطر کې ورته د حماس ډلې د مشرانو شتون نور د منلو وړ ندی.
د دغه راپور له مخې قطر ۱۰ ورځې وړاندې د حماس مشرانو ته ویلي و، چې نور دې د دوی له هیواد ووځي.
رسنیو د امریکا د یو جګپوړي دولتي چارواکي له خولې راپور ورکړی، حماس له هغې وروسته چې په وروستیو اونیو کې یې د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو وړاندیز رد کړ، امریکا قطر ته وویل چې نور په دوحه کې حماس نه شي زغملای.