افغانستانخبرونه

طالبانو په بلوچستان کې پرونی ځانمرګی برید غندلی

د طالبانو حکومت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پرونی ځانمرګی برید غندلی او دا يې د برید قربانیانو سره يې خواخوږي شریکه کړې ده.

پرون سهار د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي يو سټېشن سره نږدې ځانمرګی برید شوی چې د ۱۴ پاکستاني پوځيانو په ګډون په کې ۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت په يو بیان کې د کوټې ښار دغه ځانمرګی برید غندلی او د قربانیانو له کورنيو سره يې خواخوږي شریکه کړېده.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: ”د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې په عامو وګړو وروستۍ چادونه غندي چې له امله یې ګڼ شمېر عامو وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي”

بلخوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر چې نن يې په دغه پېښه کې د وژل شويو پوځيانو د جنازې مراسمو کې برخه اخېستې وه، له ترهګرۍ سره پر مبارزې د دوام ټينګار کړی دی.