افغانستانخبرونه

په اسټراليا کې د افغانستان سفارت: طالبان د ملي او نړيوال مشروعيت نه لرلو سربېره په قونسلي چارو کې لاسوهنه کوي.

په استرالیا کې د افغانستان سفارت وايي، د طالبانو له لوري د سفارتونو قونسلي چارو کې لاسوهنه کول د خلکو ځورونه، د بشري حقونو نقض او له نړیوالو کنوانسیونونو سرغړونه ده.

یاد سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، که څه هم طالبان هڅه کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت سیاسي او قونسلي نمایندګیو قونسلي چارو کښی خنډ رامنځته کړي، خو دوی خپلې قونسلي چارې په پوره ځواک او دوام سره مخ ته وړي.

سفارت وایي طالبان کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري او له دې امله هڅه کوي چې له افغانستان څخه بهر هم خلک وځوروي.

طالبانو تر دې وړاندې د هغو سفارتونو اسناد بې اعتباره اعلان کړي چې په وینا یې دوی سره په تعامل کې نه ده.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د بهرنیو هیوادونو کې یې د افغانستان ۴۰ سفارتونه او قونسلګرۍ تر کنترول لاندې دي، خو په زیاتره سفارتونه لا هم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او بیرغ لاندې فعالیت کوي.

په استرالیا کې د افغانستان د سفارت د څرنګندونو په اړه طالبانو رسمي