خبرونهنړۍ

ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو افسر د امنیت شورا سلاکار ټاکلی

د متحده ایالانو په ټاکنو کې بریالي شوي نوماند ډونالډ ټرمپ مایک والټز د ملي امنیت سلاکار ټاکلی دی.

مایک والټز وویشت کاله د امریکا په پوځ او تر څنګ یې په افغانستان کې له  ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۴ م کلونو تر منځ د امریکا له پوځ او ځانګړو ځواکونو د افسر په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه او د افغان ځواکونو د مشاور په توګه دندې ترسره کړې.

د ملي امنیت دغه سلاکار د امریکا د مرستیال ولسمشر ډیک چیني سره د ترهګرۍ ضد مشاور په توګه هم دنده ترسره کړې، کله چې هغه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو کې ښکېل و.