طالبان: پاکستان دې خپل مسوولیت زموږ په غاړه نه اچوي، خپل داخلي ستونزې دې خپله حل کړي
د طالبانو حکومت د پاکستان د کوټې په ښار کې د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې د دغه هېواد چارواکي دې خپل مسوولیت پخپله حل کړي او د خپلو داخلي ستونزو پړه دې پر دوی نه اچوي.
د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې د اورګاډي په یو تمځای کې ځانمرګی برید وشو چې د پاکستاني پوځیانو په ګډون یې شاوخوا اتیا کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
تر دغه برید وروسته د پاکستان امنیتي چارواکو ادعا وکړه چې یاد برید په افغانستان کې پلان شوی دی.
د پاکستاني چارواکو ادعا
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د کوټې ښار د ځانمرګي برید په اړه په یو بیان کې ادعا وکړه چې دغه برید په افغانستان کې طرحه شوی او له افغان خاورې د پاکستان په اړه ګټه اخېستل په پاکستان د یرغل معنی لري.
هغه وویل د پاکستان بلوچستان ایالت د هند د نیابتي جګړې ښکار شوی چې له ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو تحریک څخه په کې ګټه اخلي.
نوموړي زیاته کړه چې ښايي افغان طالبان دغه برید کې مستقیم دخیل نه وي خو په خپله خاوره کې د وسله والو پر ضد اقدام نه کوي.
د طالبانو غبرګون
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې پاکستاني چارواکي دې خپل مسوولیت پخپله ادا کړي.
هغه زیاته کړې: “دغه ادعاوې موږ په کلکه ردوو، دغسې موضوعات په موږ پورې هېڅ اړه نه لري، پاکستان دې خپل مسولیت زموږ په غاړه نه اچوي، او خپلو ستونزو ته دې په کور دننه حل پیدا کړي.”
تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي چې هېچا ته له خپلې خاورې د ګاونډيو هېوادونو پر ضد د ګټې اخېستو اجازه نه ورکوي.
د سیاسي شنونوکو له نظره د پاکستان ادعا
د سیاسي چارو شننونکي هم د پاکستان دغو څرګندونو په تړاو وايي چې پاکستان د خپلو خلکو د غولولو په خاطر دا ډول ادعاوې کوي.
د سياسي چارو شننونکی او د امریکا په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر شیر جان احمدزی وايي، پاکستان په هغه اور کې سوځي چې پخپله یې بل کړی دی.
دی وايي، د تېر جمهوري نظام په شل کلنه دوره کې له پاکستان څخه پر افغان خاوره وسله وال بریدونه کېدل چې پاکستاني چارواکو یې مسوولیت په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.
خو نوموړی په دې باور دی چې د دا ډول مسایلو په برخه کې یو هېواد له بل هېواد څخه هغه وخت مرسته غوښتلی شي چې ډيپلوماتیکې اړیکې یې ښې وي خو اوسمهال د پاکستان حکومت لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د یادولو وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم په دغه هېواد کې د وسله والو او ترهګریزو بریدونو وروسته ادعا کړې چې دغه بریدونه افغان خاوره کې پلانېږي خو افغان طالبانو یې دا ادعا رد کړې ده.