په ننګرهار کې طالب چارواکي يوه بندي نجلۍ په زوره په نکاح کړې!
د ننګرهار ولايت د زندان لپاره د طالبانو رييس ملا مقتدا هغه کم عمره نجلۍ ځانته په زور نکاح کړې، چې له يو ځوان سره له پاکستان څخه ننګرهار ولايت ته تښتېدلې وه.
رسنیو معلومات ترلاسه کړي، چې د تېښتې په قضيه کې نيول شوی هلک د طالبانو د زندان رييس ملا مقتدا چې د شينوارو د ګلاهي کلي اوسېدونکی دی، په دې شرط له زندان څخه خوشې کړی، چې د نجلۍ په کيسه کې به نه کيږي او که يې قضيه راپورته کړه، نو بيا به بندي شي.
نجلۍ اقرار کړی و له کوم هلک سره چې تښتېدلې همدا يې خاوند دی او ورسره راضي ده، خو طالبانو له کور څخه د تېښتې په جرم بندي کړه او ملا مقتدا د زندان له ښځينه بلاک څخه اېستلې او ځانته يې نکاح کړې ده. نوموړي دغې مېرمنې ته اوس په جلال اباد ښار کې يو کور هم په کرايه نيولی دی.
پر ملا مقتدا تور دی، چې د خپلې دوه کلنې دندې پر مهال يې په ګڼو مواردو کې مالي او اخلاقي فساد کړی دی.