افغانستانخبرونه

لانګ وار ژورنال: ازادۍ جبهې په روان کال کې ۲۳۹ طالب وسله وال وژلي

له امریکا خپریدونکې لانګ وار ژورنال مجلې لیکلي چې د ازادۍ جبهې په روان کال کې د طالبان ۲۳۹ غړي وژلي چې پکې لوړ پوړي قومندانان هم شامل دي.

دغه مجلې په خپله تازه مقاله کې لیکلي چې د تیر جمهوري نظام د لوی درستیز یاسین ضیاء په مشرۍ د ازادۍ جبهې سږ کال په طالبانو ۷۸ بریدونه ترسره کړي چې پکې یې د څلور طالب قومندانانو په ګډون ۲۳۹ طالب وسله وال وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.

په مقاله کې راغلي چې ازادۍ جبهې تر اوسه له طالبانو کومه سیمه نده ترلاسه کړې خو په لسو ولایتونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا دې مجلې ته ویلي، چې دغه جبهه به په ۲۰۲۵کال کې د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي.

په دغه مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې نړۍ په اوکراین، اسراییل او چین متمرکزه ده، په افغانستان کې «د طالبانو پر وړاندې جګړه مخ په ګرمیدو ده.»

لانګ وار ژورنال ویلي دي، چې د مقاومت جبهه لا تر اوسه د «طالبانو اسپنیز» رژیم لپاره ګواښ نه ده، خو د دوی د واکمنۍ په درېیم کال کې د دغې ډلې پر ضد د بریدونو اندازه او مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د دې مقالې لیکوال ویل سلبر ویلي دي، چې ډیری رسنیو د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې باندې تمرکز کړی دی، مګر د یاسین ضیاء په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې د طالبانو پر وړاندې په مقاومت کې زیات رول لوبولی دی.