خبرونهنړۍ

نتنیاهو خپله امنيتي کابینه د مهمو اطلاعاتو په افشاء کولو تورنه کړه

اسرائیلي رسنۍ وايي، د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپله امنیتي کابینه تورنه کړه چې د مهمو امنیتي اطلاعاتو په افشاء کولو کې لاس لري.
هغه ویلي، کابینه کې ځینې کړۍ شته چې د فلسطین حماس، د لبنان حزب الله او ایران سره مهم امنیتي رازونه شریکوي.
د نتنیاهو له لوري د دغې چارې څېړنې پیل شوې دي.
تر دې وړاندې څو ځلې د نتنیاهو په امر ځینې امنیتي کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې لومړي وزیر خپل د دفاع وزیر په جګړه کې د سستیا له امله له دندې ګوښه کړ.