افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه: طالبانو د خپل حاکمیت درې کلنه دوره کې ۲۵۶ خبریالان نیولي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر نن په یو راپور کې د طالبانو په تېره درې کلنه دوره کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي معلومات خپاره کړل.

د ملګرو ملتونو دغو ادارو د معلوماتي راپور پر بنسټ د طالبانو لخوا تېرو درېیو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۶ سرغړونې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور له مخې چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ په نوم خپور شوی د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې موده رانغاړي. دغه راپور د دې مودې په اوږدو کې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې اغیزمن کړي، مستند شوي دي.

په دې ارقامو کې راغلي چې ۲۵۶ د خپل سري نيولو او توقيف، ۱۳۰ د شکنجې او ناوړه چلند او همدا رنګه ۷۵ د ګواښونو او وېرونې قضيې شاملې دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا وویل: “د هرهیواد لپاره ازادې رسنۍ یو انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده. په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په سختو شرایطو کې کار کوي. دوی ډیری وخت په دې برخه کې له نا څرګندو مقرراتو سره مخ کیږي، چې دوی د کومو مواردو په اړه راپور ورکولی شي او د کومو مواردو په اړه راپور نشي ورکولای، او همدارنګه د ځینو نیوکو له امله د ویرې او د توقیف له خطرسره مخ وي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک ددغه راپور موندنې ډېرې د اندیښنې وړ وبللې او له واکمنو چارواکو یې وغوښتل چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان له ژمنو سره سم خپلې کړنې همغږې کړي.