افغانستانخبرونه

کرمه کې له اوربند سرغړونه؛ تازه نښتو کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرمه کې د سني او شعیه فرقو ترمنځ له اوربند وروسته بیا هم نښتې شوي چې تازه په کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.

کرمه کې د دغو دواړو فرقو ترمنځ هغه مهال جګړې پيل شوې چې شاوخوا لس ورځې وړاندې وسله والو کرمې ته تلوونکو مسافر وړونکو موټرو باندې ډزې وکړې او شاوخوا ۸۰ کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

تر دغې پېښې وروسته حکومت څو ځلې د جرګو له لارې د منځګړتوب هڅې وکړې چې ډېرې يې ناکامې شوې او شاوخوا درې ورځې وړاندې يوه جرګه وتوانېده چې د دواړو غاړو ترمنځ اوربند وکړي.

خو راپورونه وايي چې تازه يو ځل بیا دواړو خواوو له اوربند سرغړونه کړې چې د تازه نښتو په پايله کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دی.

د پاکستان جیو نیوز رسنۍ پخپل رپورټ کې د پولیسو له خولې ویلي چې د کورمې په مقبل،نستي کوټ کانډه، علي زئ، بګن اؤ یو شمیر نورو سیمو کې فریقین یو بل سره په نښتو بوخت دي اؤ دمه په دمه ډزې کوي.