د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په بلخ او خوست کې یې څلورو کسانو ته د «اخلاقي فساد او لواطت» په تور سزاوې ورکړې دي.
نوموړې محکمې پنجشنبه لیندۍ پر ۸مه په دوو جلاوو خبرپاڼو کې لیکلي چې دا کسان په عام محضر کې «مجازات» شوي دي.
د یادې محکمې په خبره، د بلخ په کوهالبرز ولسوالۍ کې دوه کسان چې په «لواطت» تورن و، هر یو په څلور – څلور کاله بند او ۳۵ – ۳۵ دُرو محکوم شوي دي.
په عام محضر کې د طالبانو پر دغه ډول سزاګانو د بشري حقونو نړیوالو ادارو نیوکې کوي او دغه کارونه د انساني کرامت په وړاندې بشري سرغړونې بولي.