
کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د نورستان سیمهییزو سرچینو ویلي چې یو سړي په دې ولایت کې د خپلې مېرمنې پلار او مور وژلي دي.
سرچینو د سې شنبې په ورځ، د سنبلې ۴مه، رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه د دواب ولسوالۍ په «شروډمي» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دا وژنې وروسته له هغه شوې چې د دې سړي مېرمن د کورني اختلاف له امله د خپل پلار او مور کور ته تللې وه.
سرچینو زیاته کړې چې دې سړي خپل خسر او خواښې د ډزو په واسطه وژلي دي.
د پېښې انګېزه کورني اختلافات بلل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان د دواب ولسوالۍ د دیني عالم «مولوي سعد» پلار او مور وو.
سرچینو ویلي چې د پېښې پر مهال «مولوي سعد» په جومات کې و.
په بېلابېلو ولایتونو کې کورني اختلافات او تاوتریخوالی وخت ناوخت د خلکو ژوند اخلي.
دوې ورځې وړاندې هم د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په یوه شخړه کې، چې د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، دوه کسان وژل شوي وو.
پرون په هرات ولایت کې هم ورته په یوه پېښه کې یو کس خپله مور، خور او میرمن په ډزو وژلي و.