خبرونهسیمهنړۍ

وسله والو په لکي مروت کې يو پاکستان پوليس افسر او د هغه پلار او زوی وژلي

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې موټر سايکل سپرو وسله والو يو پاکستانی پوليس افسر چې خپل کلي ته په رخصتۍ تللی و، د خپل پلار او زوی سره وژلي دي.

عبدالقدیر مروت چې د پنجاب پوليسو کې د يو ماموریت د مشر په توګه دنده درلوده ، پرون په رخصتۍ باندې خپل کلي ته تللی و.

يو ځايي امنيتي چارواکي رسنيو ته ويلي چې عبدالقدیر مروت له خپل پلار او زوی سره يو ځای روان و چې وسله والو پرې ډزې کړي او درېواړه يې وژلي دي.

بلخوا د لکي مروت په پيزو سيمه کې د پوليسو په يو مرکز باندې وسله والو برید کړی چې يو پوليس افسر په کې وژل شوی دی.