چین غواړي چې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د چین او افغانستان ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي.
باختر خبري اژانس چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دی خبر ورکړی چې چین هیواد سره هوکړه شوې چې په محمداغې ولسوالۍ میس عینک ته په لاره سوداګریز بازار او د مسلکي زده کړو مرکز جوړ کړي چې پکې به سلګونه افغان او چینایي کاروکونکو ته د کار زمینه برابره شي.
باختر اژانس د یکشنبې په ورځ د لوګر د والي ضیاءالرحمان مدني او د چين ایم سي سي شرکت د مرستیال د ليدنې خبر ورکړی.
طالبانو ویلي، چې د یاد بازار د جوړېدو پلان له دوی سره شریک شوی، چې ژر به پلی شي.
د لوګر طالب چارواکو په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.