د طالبانو د روغتیا وزارت وايي چز روان کال په دغه هېواد کې د ایډز ۲۰۰ نوې پېښې ثبت شوي چې دې سره په افغانستان کې پر ایډز د اخته ناروغانو شمېر ۳۷۰۰ کسانو ته پورته شو.
د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند داکټر شرافت زمان پرون د ایډز سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت يو پیغام کې ویلي چې دوی د ايډز د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي، ځکه خو د تېر په پرتله روان کال پېښې کمې ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړې، په ټول هېواد کې د ايډز د درملنې ۷ مرکزونه او د ايډز د تشخیص ۶۱ مرکزونه موجود دي.
د ډېسمبر لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې ایډز سره د مبارزې نړیواله ورځ لمانځل کېږي.