افغانستانخبرونهلوبې

د افغانستان کرکټ بورډ له ډېرو نيوکو وروسته هېواد ته د چمپينز ټرافي د سفر انځورونه خپاره کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ د ټولنيزو رسنيو له نيوکو وروسته نږدې يوه اوونۍ وروسته اړ شو چې هېواد ته د چمپينز ټرافي د سفر راپور او انځورونه خپاره کړي.

د ۲۰۲۵ کال د چمپينز ټرافي جام چې د دغو سیاليو پر غړو هېوادونو ګرځول کېږي، تېره اوونۍ داسې مهال هېواد ته له متحده عربي اماراتو راولېږدول شو، چې هلته د پاکستان او هند له خوا د دغه جام د سياليو، کوربتوب، ځای او امنيت پر سر ناندرۍ روانې وې.

د نومبر پر ۲۹مه د کرکټ نړيوالې شورا په خپله ناسته کې پرېکړه وکړه چې دغه سیالۍ به په دوو هېوادونو کې تنظيم کړي.

که څه هم د کرکټ بورډ له خوا د دغه جام د هرکلي لپاره ځانګړي مراسم نيول شوي وو او د هېواد په مهمو تاريخي ځايونو وګرځول شو، خو د کرکټ بورډ په رسمي پاڼه د دغه جام د سفر راپور، ويډيوګانې او انځورونه خپاره نه شول.

د افغانستان د ټولنيزو رسنيو کاروونکو نيوکه کوله چې ولې کرکټ بورډ د دغسې يوه مهم خبر د پټولو هڅه کوي؟

د ټولنيزو رسنيو ځينو کارونکو ليکلي وو، چې د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان د کرکټ بورډ تر اثر لاندې دی او حتا د چمپينز ټرافي لانجه چې نه وي هواره شوې، دوی خپل انځورونه نه شي خپرولای، خو په عين حال کې ځينو ويل چې د افغانستان کرکټ بورډ له افغانانو سره د پاکستان د ناوړه چلند په وړاندې د غبرګون په توګه د چمپينز ټرافي د سفر رسنيز پوښښ نه کوي.

د ټولنيزو رسنيو ځينو کاروونکو ليکلي وو چې د داسې يوه ستر جام راتلل هېواد او د افغانستان ملي لوبډلې ته د وياړ ځای دی، نو کرکټ بورډ بايد سياستونو ته ارزښت نه وای ورکړي او د دغه جام د سفر رسنيز پوښښ يې په ښه شکل ترسره کړی وای.

لا تر اوسه کرکټ بورډ دا سپيناوی نه دی ورکړی چې ولې يې د چمپينز ټرافي د جام سفر ته رسنيز پوښښ نه و ورکړی خو نن د دغه د بورډ پر فیسبوکپاڼه د ياد جام د خبر له خپرېدو سره په تبصرو کې بيا خلکو نيوکې کړې وې او دغه کار يې د هند، پاکستان يا د کرکټ د نړيوالې شورا په اجازې پورې تړلی بللی و.

د چمپينز ټرافي سيالۍ چې د نړۍ د ۸ غوره کرکټ لوبډلو تر منځ ترسره کېږي، دا ځل پکې افغانستان په ۲۰۲۳ نړيوال جام کې له برياوو وروسته د اسټراليا، نيوزيلينډ، هندوستان، پاکستان، بنګلدېش، انګلينډ او جنوبي افريقا سره يوځای د دغه جام د سياليو د ګټلو په تکل ډګر ته ښکته کېږي.