ایراني رسنۍ وايي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د قطر له امير تمیم بن احمد الثاني سره په سیمه کې د امنيت د ترینګلتیا په اړه خبرې کړي او ويلي يې دي چې ترهګري د سيمې او نړۍ په ګټه نه ده.
په دغو ټلیفوني خبرو کې د سوریې په شمال کې د وروستيو ترهګريزو بریدونو او د اسرائیلو له لوري پر غزه، عراق، لبنان او نورو سيمو کې د بریدونو او جګړو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وايي چې د ایران ولسمشر په سیمه کې د جګړو د ارامولو او په ځانګړي توګه د لبنان او اسرائیلو د اوربند او په غزه کې د اوربند د هڅو له امله د قطر له امير مننه وکړه.
د قطر امیر تمیم بن احمد الثاني هم ډاډ ورکړی چې دغه هېواد په سيمه کې او په ځانګړي توګه په لبنان او غزه کې د وضعيت د ارامولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.