افغانستانخبرونه

د طالبانو د اوبو او برښنا وزارت د باغدرې د بند د مطالعاتو قرارداد وکړ

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي یوه چینايي شرکت سره یې د کاپیسا ولایت د باغدرې بند د امکان سنجۍ د مطالعاتو قرارداد کړی دی.

په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي قراداد د لوګر د مېس عینک قراردادي شرکت ته ورکول شوی او د مس عینک کان لپاره د برېښنا د تأمین په برخه کې یې مهم بللی دی.

په ۱۳۹۵ کال کې هم د یاد بند په اړه راپورونه خپاره شوي وو چې جمهوري نظام یې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ سروې کړې وه او ویل شوي وو چې د ۵۶۰ میلیونو ډالرو په لګښت به یې د ودانۍ چارې پیل شي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې یاد شرکت به ۸ میاشتو په موده کې د امکان سنجۍ مطالعات بشپړوي.

د یادونې وړ ده چې د جمهوري نظام پر مهال زیاتره ملي پروژې د طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو د بریدونو او رامنځته کړې ناامنۍ له امله نیمګړې پاتې شوې وې یا یې د چارو د پيل مخې ته خنډونه پيدا شوي وو.