افغانستانخبرونه

د طالبانو د روغتیا وزیر چین ته تللی

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په یوه نړیوال روغتیايي کنفرانس کې د ګډون او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا غښتلتیا په موخه چین هیواد ته رسیدلی دی.

د طالبانو د عامې روغتيا وزرات هيله څرګنده کړې چې دغه سفر کې به چین له افغانستان سره د روغتیا برخه کې همکاري لا زیاته کړي چې ورسره به روغتيايي سکټور وده وکړي.

د عامې روغتیا په يو بیان کې ويلي چې مولوي نور جلال به د دې سفر پر مهال د کنفرانس د ګډون تر څنګ له ځینې روغتیايي مراکزو او روغتیايي مسؤولینو سره لیدنې هم ولري چې موخه یې د هیواد د روغتیايي سیستم لا معیاري کول او د اړتیاوو لپاره د نړیوالو سره هر اړخیزې همکارۍ ته زمینه سازي کول دي.