افغانستانخبرونه

د طبي نیمه لوړو زده‌کړو له بندیز سره په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو مطلق بندېز ولګېد.

د طب په برخه کې د نجونو پر زده کړو د طالب مشر لخوا د بنديز تر اعلان وروسته، په مطلق ډول نور په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بنديز ولګېد.

داسې راپورونه هم شته، چې په کندهار کې د تازه غونډې د پرېکړې پر اساس به پوهنې وزارت په نوي تعليمي کال کې تر شپږم ټولګيو پورې د نجونو پر زده کړو بنديز دريمو ټولګيو ته راټيټ کړي.

د پکتيا پخواني والي حليم فدايي په ايکس ليکلي، د دې پرېکړې لپاره دليل دا ښودل شوی، چې د شپږم ټولګيو نجونې هم شاوخوا ۱۳ کلنې وي او له نجونو سره نکاح خو له ۹ کلنۍ کېږي، نو ځکه بايد بالغې نجونې له ښوونځيو څخه منع شي.

په مطلق ډول د نجونو د زده کړو بنديز اعلان سره په ټولنيزو شبکو کې کمپاين پيل شوی، چې د طالبانو لخوا دغه پرېکړه د اسلام مبارک دين د بدنامولو لپاره تر ټولو لوی ثبوت دی او ډېرو د طالب مشرانو د همدې پرېکړې له وجې د اسلام مبارک دين سپکاوی کړی دی.

د ټولنيزو شبکو کاروونکو، چې د طالبانو نظام د اسلام په نوم د اسلام مبارک دين د بدنامولو پروژه ياده کړې، د نجونو پر زده کړو مطلق بنديز غندلی او وایي، د دين له اوامرو سره د دښمنۍ تر دې لوی عمل او ثبوت بل نشته.

د امر ثاني پر ځای، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو عامې روغتیا وزارت د نجونو پر زده کړو د مطلق بنديز پرېکړه اعلانوي، چې پکې د هېڅ راز تغيير امکان نشته او نه يې طالب مبلغين د خلکو د تېر اېستلو لپاره توجيه کولی شي.