افغانستانخبرونه

پر نجونو د زده‌کړو بندول د طالبانو له لوري جنسي ځورونه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر ولکر تورک وایي افغانستان کې ښځې او نجونې په شدید ځپل ډول کېږي او په دې اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه په یوه ویډیويي کلپ کې وايي چې د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې څه باندې درې کالو کې له افغانو ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ګرځېدو آزادي اخیستل شوې ده.

نوموړی وایي چې افغانې مېرمنې حتی په آزاد ډول سفر نه شي کولای او په عامه ځایونو کې له خبرو کولو هم منع شوي دي.

تورک دا وضعیت د طالبانو د حکومت له لوري «جنسیتي ځورونه» بللې او ګواښ کوي چې د هیواد راتلونکي ته به تلپاتې زیان ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې مشر زیاتوي چې د ښو پر وړاندې د طالبانو سختې پالیسۍ به د افغانسان پر سولې او پراختیا هم اوږدمهالي منفي اغېزې ولري او له طالبانو یې یو ځل بیا غوښتنه کړې چې پر ښځو د بندیزونو په اړخ خپلې پرېکړې دې بېرته واخلي.

بل خوا طالبانو دوه ورځې وړاندې پر نجونو د لوړو زده کړو وروستۍ دروازه هم بنده کړه او هغوی یې په طبي انستتیوتونو کې له زده کړو منع کړې.