د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت چارواکي وايي چې، په کابل کې د«ارزو»په نامه خصوصي ټلوېزیون د اسلامي ارزښتونو ساتنې په موخه تړل شوی دی.
د یاد وزارت لپاره طالب ویاند سیفالسلام خیبر نن(پنجشنبه،۱۵د لېندۍ) ویلي چې، یاد ټلوېزیون د اسلامي ارزښتونو، له رسنیو د ناسمې ګټېاخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه تړل شوی دی.
نوموړي ویلي چې ارزو ټلوېزیون له هېواد بهر د ځينو رسنیو په مالي ملاتړ د اسلامي او افغاني اصولو خلاف سریالانه او خپرونې دوبله کولې چې همدا یې د تړل کیدو لامل شو.
خیبر زیاته کړې:«د ټولنې د پرمختګ لپاره اړینه ده چې، رسنۍ د بیان ازادي ولری او د اسلامي اصولو په چوکات کې مخته ولاړې شي، دا چې یو شمیر خلکو د آرزو ټلویزیون د نوم څخه په ګټې اخیستنې د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې.»
نوموړي دغه راز پر د افغانستان په داخل کې پر نورو هم غږ کړی چې، د خپلو رسنیزو فعالیتونو پرمهال دې اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او ټولنیزو اخلاقو ته جدي پام وکړي.
بلخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې، تېره ورځ(چهارشنبه،۱۴د لېندۍ)د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مامورینو په کابل کې د ارزو ټلوېزیون پر دفتر چاپه وهلې او د دغه ټلويزیون ۷ کارکوونکي یې بندیان کړي دي.
د دغه بنسټ په وینا، طالبانو د دغه ټلويزیون د کارکوونکو ټیلفونونه او د کمپیوټرونو د معلوماتو زیرمې پلټلې دي.
دغه بنسټ دغه راز زیاته کړې چې طالبانو د ارزو ټلويزیون شپږ کارکوونکي له جلا وطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور له ځان سره بیولي دي.
واک ته د طالبانو په رسیدو سره په هیواد کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي او تازه له انځوریزو رسنیو سره د طالب مسوولانو پر مرکو هم بندیز لګیدلی دی.