د طالبانو په حکومت کې د کډوالو چارو وزارت وايي چې د پاکستاني پوليسو له لوري په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال د عمران خان په پلوۍ لاريونونو کې د ګډون په پلمه نيولي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پرون په يو خبري کنفرانس کې تایید کړه چې دوی ۱۹ کسه هغه افغان کډوال چې په مظاهرو کې يې برخه اخېستې وه، نيولي دي.
خو د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په پاکستان کې د طالبانو د سفارت د معلوماتو پر بنسټ ويلي چې په تېرو څو ورځو کې ۸۰۰ افغان کډوال په همدغه پلمه نيول شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په يو بیان کې ویلي چې روانو پېښو ته په کتو اسلام اباد کې د سفارت مسوولین د دغو کډوالو د خلاصون هڅه کوي.
تر دې وړاندې پاکستان کې د طالبانو سفارت اندېښنه ښودلې وه چې پاکستاني پوليس په مظاهرو کې د ګډون په پلمه د افغانانو د نيولو لپاره په يو دسیسه بوخت دي چې تازه د کډوالو چارو وزارت د دغو شمېرو په خپرولو څرګنده کړه چې پاکستان بې ګناه افغانان نيولي دي.