افغانستانخبرونه

برېښنا شرکت له ترکمنستان سره د ۲۰۲۵ کال د برېښنا د پېر تړون نوى کړ

د برېښنا شرکت له لوري له ترکمنستان سره د ۲۰۲۵م کال لپاره د برېښنا د پېر تړون تمدید شو.

د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر ترکمستان ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د انرژۍ د پېرلو تړون د دغه هېواد له مسوولینو سره لاسلیک کړ.

برېښنا شرکت وايي، چې د دې تړون پر بنسټ به په څلورو مسیرونو «اندخوی، اقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات» کې له ترکمنستان هېواد څخه افغانستان ته برېښنا اخیستل کېږي.

د شمېرو له مخې افغانستان د خپلې اړتیا   ۲۰۲ میګا واټه برېښنا له ترکمنستانه،  ۴۴۰ میګاواټه له تاجکستانه،  ۴۵۰میګاواټه له ازبکستانه  او ۱۰۲ میګاواټه له ایرانه واردوي .

خو سږکال ژمی هم  د تېر په څېر د وارداتي برېښنا د کچې د کمېدو له امله د برېښنا پرچاوۍ ډېرې دي.