د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایې، چې په دغه ولایت کې د پخواني شاعر او فیلوسوف«حکیم ناصر خسرو» مقبرې د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبېحالله امیري ویلي، دغه مقبره د بدخشان یمګان ولسوالي اړوند« حضرت سید» سیمه کې موقعیت لري چې د لومړي ځل د دې مقبرې پنجرې، دروازې، دیوالونه، کټارې، د پلي تګ لارې، خونې او نورې برخې په معیاري او اساسي توګه بیا ورغول شوې.
د نوموړي د مالوماتو له مخې یاده مقبره له دوی سره په همغږۍ د«اقا خان فرهنګي بنسټ»په مالي او تخنیکي مرسته د څلورو میاشتو په موده کې رغول شوې ده.
«حکیم ناصر خسرو»د افغانستان یو له پخوانیو، سترو شاعرانو او د تاریخ فیلوسوفانو ګڼل کېږي چې د څلورم او پنځمې پېړۍ ترمنځ یې، ژوند کاوه.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر فرهنګیان شکایت کوي چې، د هیواد په ځېنو سیمو کې پخواني اثار او ځایونونه د مسوولانو د نه پاملرنې له کبله د منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.