د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې، د دوی په مالي مرسته د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې لس زینتونونه جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.
د یاد وزارت څخه(شنبه،۱۷د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې د چارواکو له قوله ویل شوي چې، دا زېږنتونونه په هرات، کندهار، پکتیا، ننګرهار، پکتیکا، هلمند او بلخ کې پرانېستل شوي دي.
دغه وزارت د یادو زیږنتونونو جوړیدل له افغانستان سره د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوه برخه بللې او ټينګار یې کړی خپلې بشر دوستانه مرستې به دوامداره وساتي.
خو دا خبر داسې مهال خپریږي چې شپږ ورځې وړاندې طالبانو له ښوونځیو او پوهنتونونو وروسته د روغتیايي علومو انستیتونو ته هم د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
دا زیږنتونونه داسې مهال جوړیږي چې په دې وروستیو کې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچې له زیاتېدو خبرداری ورکړی و.
اورپایي ټولنې ویلي و، په افغانستان کې په هر دوو ساعتونو کې یوه مور زېږون پورې اړوند عواملو له کبله مري.
اورپایي ټولنه داسې مهال افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې خبرداری ورکوي، چې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر شمېرو پر اساس، افغانستان کې څلورو اومیندواره مېرمنو څخه یوه یې په خوارځواکۍ اخته ده.