افغانستانخبرونه

فراه کې په ۳۰۰ زره ډالرو یو روغتیایي مرکز جوړ شو

د فراه د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د ښځو نړۍوال سازمان ټولنیز بنسټ له لوري دغه ولایت کې یوه روغتیايي مرکز ته د ۳۰۰زره ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه شوه.

د فراه لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس احسان الله شاکر وایې، دغه روغتیايي مرکز د خاک سفید ولسوالۍ اړوند په«ننګ اباد» کلي جوړ شوی چې، په خبره یې د ورځې ۳۰۰ ناروغانو ته به پکې روغتیایي خدمتونه وړاندې کیږي.

شاکر زیاتوي:«دغه روغتیایی مرکز د لس میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې ۳۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت پرې راغلی، د دې مرکز په جوړیدو سره به تر یوې کچې د خلکو روغتیایي ستونزې حل شي.»

په ورته مهال فراه کې د ښځو نړیوال سازمان مسوول عبدالجلیل فروغ وایې، په پلان کې لري چې د دغه ولایت په ځينو نورو سیمو کې هم ورته روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

فروغ وایي:«په روغتیایي برخه کې زمونږ خدمات د سټنډرډونو پر بنسټ وړاندې کیږي او په دغه تازه جوړ شوی مرکز کې به ځایي خلکو ته په سم ډول روغتیایی خدمات وړاندې کيږي.»

د خاک سفید ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې په ننګ اباد سیمه کې یاد روغتیايي مرکز جوړ شو خو ټینګار کوي چې، عامې روغتیا ریاست دې په لرو پرتو سیمو کې خپل خدمات او د ښيځنه کارکوونکو شمېر لوړ کړي.

فراه کې داسې مهال یو روغتیایی مرکز فعالیت پیلوی چې د دغه ولایت د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي.